۱

طالبانو په کاپیسا کې له یوه کان څخه ۵۰۰ ټنه نیفرایټ ایستلي دي

شنبی ۵ جوزا ۱۴۰۳ ساعت ۱۵:۲۹
په کاپيسا کې د وسله والو طالبانو د کانونو او استخراج رييس عنايت الله وايي، چې د دغه ولايت د تګاب ولسوالۍ په "ولګي" سيمه کې يې له يوه کان څخه ٥٠٠ ټنه نايفرايټ استخراج کړي دي.
طالبانو په کاپیسا کې له یوه کان څخه ۵۰۰ ټنه نیفرایټ ایستلي دي
په کاپيسا کې د وسله والو طالبانو د کانونو او استخراج رييس عنايت الله وايي، چې د دغه ولايت د تګاب ولسوالۍ په "ولګي" سيمه کې يې له يوه کان څخه ٥٠٠ ټنه نايفرايټ استخراج کړي دي.

طالبانو نن د شنبې د غبرګولي په ۵ مه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، د نیفریت ډبرې دغه اندازه د تېرو اتو میاشتو په موده کې استخراج شوې ده.
هغه زياته کړه، ټاکل شوې دغه ډبرې ننګرهار او بيا بهر ته صادرې شي.

نیفرایټ ډبره په نړۍ کې یو له قیمتي ډبرو څخه شمیرل کیږي چې د هار، غوږوالۍ او زینتي لوښو په جوړولو کې کارول کیږي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبان له څه باندې دوه نیمو کلونو راهیسې د خپل حکومت د تمویل لپاره د هېواد کانونه په بې توپیره توګه استخراج او پلوري.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي