۰

پوتین: له طالبانو سره اړیکي اړینې دي

چهارشنبه ۹ جوزا ۱۴۰۳ ساعت ۰۷:۴۳
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وايي، پر افغانستان د طالبانو د کنټرول له امله له دغې ډلې سره اړیکې اړینې دي.
پوتین: له طالبانو سره اړیکي اړینې دي
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وايي، پر افغانستان د طالبانو د کنټرول له امله له دغې ډلې سره اړیکې اړینې دي.

پوتین پرون سه شنبې د غبرګولي ۸ مه د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل، موږ باید له واقعیت سره مخ شو او هغوی (طالبانو) سره اړیکي سمې کړو.

هغه دا هم وویل چې ټول د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په افغانستان کې له ننګونو خبر دي.

د هغه په ​​​​وینا، "د اوسني ځواک [طالبانو رژیم] سره څنګه اړیکه نیول بله پوښتنه ده."

پوتین زیاته کړه چې مسکو له طالبانو سره د اړیکو په جوړولو کې د منځنۍ اسیا د هېوادونو په ګډون د خپلو سیمه ییزو متحدینو نظرونه په پام کې نیسي.

په همدې حال کې د روسیې د عدلیې وزارت په دې وروستیو کې پوتین ته وړاندیز کړی چې په دغه هېواد کې د ترهګرو ډلو له لېست څخه د طالبانو نوم لرې کړي.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي