د طالبانو د ډلې سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د پروان ولایت لپاره د دغې ډلې له سیمه ایزو چارواکو سره وکتل او ویې ویل چې د خلکو ذهنیت د اشغالګرو له تبلیغاتو پاک شوی دی.
د طالبانو په یوه بیان کې راغلي چې د دې ډلې سیمه ییزو چارواکو د پروان ولایت د امنیتي، اقتصادي او ټولنیز وضعیت په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل چې اوس د پروان ولایت په ټولیزه توګه امنیت خوندي دی. خلک له والیتي ادارو سره کار کوي.
د دوی په خبره، د سړکونو، استنادي دېوالونو، پلونو، پلچکونو او کلينيکونو د جوړولو تر څنګ به د په پروان ولایت کې پراختیایي او بیارغونې پروژو ته باید ډیره پاملرنه وشي.
د طالبانو سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر وویل، د پروان، کاپیسا او پنجشیر په ګډون ټولو مرکزي ولایتونو ته جدي پاملرنه کېږي او د خلکو غوښتنې هر اړخیزه څېړل کېږي.
دغه طالبان وايي چې د طالبانو د امارت په راتګ سره د خلکو ذهنیت د اشغالګرو له پروپاګند څخه پاک شوی او خلک د دغې ډلې له نظام سره همکار دي.
د طالبانو د ډلې ادعا په داسې حال کښې مطرح کیږی چې خلک له دغې ډلې سره ملګرتیا کوی او په افغانستان کښې د دغې ډلې له واکمنۍ سره د دغه هیواد اکثره خلک د دغې ډلې له دیکتاتورۍ څخه ستړی شوی دی او د دغه هیواد ځوانان له دغه هیواده تښتی. خورا بې وزلي او بېکاري.
جمهورخبري آژانس