د طالبانو ډلې د کار او ټولنیزو چارو وزارت اعلان کړی چې د دغه وزارت مشر د قطر له وزیر سره کتلي دي.
د طالبانو تر کنټرول لاندې دغه وزارت نن چهارشنبه (د غبرګولي ۹ مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دغه وزارت مشر ملا عبدالمنان عمري د قطر د کار له وزیر ډاکټر علي بن سمیخ العمري قطر ته د خپل سفر لومړۍ ورځ سره کتلي دي.
طالبانو ویلي، چې په دې لیدنه کې دواړو لورو پر دوه اړخیزو اړیکو، ګډو ګټو، په هغه هېواد کې د مېشتو افغان کارګرانو پر ستونزو، قطر ته د مسلکي او نیمه ماهرو افغان کارګرو پر قانوني لېږلو خبرې وکړې.
جمهورخبري آژانس