د طالبانو ډلې اعلان کړی چې د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني او د دې ډلې د استخباراتو مشر ملا عبدالحق وثیق متحده عربي اماراتو ته تللي دي.
د طالبانو ډلې د کورنیو چارو وزارت ویاند ذبیح الله مجاهد نن چهارشنبې (د غبرګولي ۱۶مه) په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین، د استخباراتو د عمومي رئیس ملا عبدالحق وثیق او د حقاني ورور انس حقاني متحده عربي اماراتو ته تللي او هلته یې له د متحده عربي امارت له امیر شیخ محمد بن زاید بن سلطان آل نهیان سره په ابوظبۍ کې وکتل.
د طالبانو ویاند لیکلي، چې دغه پلاوی د سراج الدین حقاني په مشرۍ متحده عربي اماراتو ته تللی.
ځینو رسنیو دا خبر هم ورکړی چې د طالبانو د ډلې د استخباراتو مشر او د دغې ډلې یوه جګپوړي غړي انس حقاني هم د افغانستان له پخواني ولسمشر اشرف غني سره کتلي دي.
جمهورخبري آژانس