د "عدالت د ښځو غورځنګ" تر سرلیک لاندې یوه له ښځینه فعالانو څخه شاملي وايي، دغه غورځنګ په دوحه کې د درېیمې غونډې د بایکاټ پرېکړه کړې ده.
دغو فعالانو په یوه تړلي ځای کې د غونډې په جوړولو سره د دوحې په راتلونکې غونډه ټینګار وکړ؛ "دا د طالبانو او د ترهګرۍ د ملاتړو هېوادونو ترمنځ ده او د افغانستان له خلکو سره هېڅ تړاو نه لري."
د ښځو د عدالت غوښتنې غورځنګ غړې زیاته کړه: هغه هېوادونه چې غواړي طالبان په رسمیت وپېژني، د افغانانو قاتلین او په هېواد کې د مدني آزادیو او ښځو د حقونو دښمنان دي.
دغو ښځينه فعالانو په خپلو لاريونونو کې د طالبانو له خوا د نجونو د زده کړې د منع کولو او د کوڅو د ښځو د لاريونونو د ځپلو انځورونه هم وړاندې کړي دي.
جمهورخبري آژانس