یوناما یا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د نمایندګۍ دفتر؛ نوموړي په سرپل ولایت کې د طالبانو له خوا د ۶۳ تنو عامو خلکو په وهلو ټکولو غندلی دی.
دغه ادارې تېره شپه د غبرګولي په ۱۶ مه نېټه په خپل ایکس چینل کې لیکلي وو چې د جسمي مجازاتو غندنه کوي او له طالبانو غواړي چې د بشري حقونو نړیوالو مکلفیتونو ته درناوی وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ هم طالبانو د دغه ولایت په مرکزي لوبغالي کې د ۱۵ ښځو په ګډون ۶۳ کسان د بېلابېلو تورونو په وهلو ډبولي وو.
د طالبانو لخوا د تورنو کسانو فزیکي او ساحوي مجازات په ځانګړې توګه په عامو خلکو کې د بشري حقونو د سازمانونو له توند غبرګون سره مخ دي.
خو؛ طالبان وايي، د بشري حقونو هېڅ اصول نه مني.
جمهورخبري آژانس