۰

طالبانو په خوست ولایت کې د یوه کور مالونه لوټ کړی دی

شنبی ۱۹ جوزا ۱۴۰۳ ساعت ۱۵:۱۶
په خوست ولایت کې عامه سرچینې وايي، چې د دې ولایت په صبریو ولسوالۍ کې د طالبانو د یوه قومندان کسانو په یوه کوربرید کړی او مالونه یې لوټ کړي دي.
طالبانو په خوست ولایت کې د یوه کور مالونه لوټ کړی دی
په خوست ولایت کې عامه سرچینې وايي، چې د دې ولایت په صبریو ولسوالۍ کې د طالبانو د یوه قومندان کسانو په یوه کوربرید کړی او مالونه یې لوټ کړي دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه پېښه نن د غبرګولي په ١٩مه د خوست ولايت د صبريو ولسوالۍ په "ګولدر" کلي کې رامنځته شوې ده.

ويل کيږي چې په دې پيښه کې په خوست کې دوسله والو طالبانو يو سيمه ييز قوماندان قاري مصطفى له زور څخه په استفادې په يوه کور چاپه وهلې او خاوند ته يې له کوره د وتلو خبردارى ورکړى دى.

سرچينه وايي، چې د دغه کور اوسنى مالک د مالکيت قانوني اسناد په لاس کې لري؛ خو د طالبانو دغه سيمه ييز قوماندان د غصبولو اراده لري.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي