۰

ایرانیان د افغانستان د تیلو او ګازو په کانونو کې پانګونه کوي

یکشنبه ۲۰ جوزا ۱۴۰۳ ساعت ۰۸:۰۰
د طالبانو د ډلې د کانونو او پټرولیم وزارت اعلان وکړ چې د ایران د اسماري ګروپ شرکت د افغانستان د تیلو او ګازو په کانونو کې پانګونه کوي.
ایرانیان د افغانستان د تیلو او ګازو په کانونو کې پانګونه کوي
د طالبانو د ډلې د کانونو او پټرولیم وزارت اعلان وکړ چې د ایران د اسماري ګروپ شرکت د افغانستان د تیلو او ګازو په کانونو کې پانګونه کوي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دغه وزارت سرپرست شهاب الدین دلاور د ایران د اسماري ډلې له مشر مصطفی ذاکر سره وکتل.

طالبانو ویلي، چې د دغه شرکت مشر د کانونو او پټرولیم وزارت له سرپرست سره پخوانۍ ناسته درلوده، دوی د هېواد په کانونو په ځانګړې توګه د نفتو او ګازو په برخه کې د پانګونې لېوالتیا ښودلې وه او ډېر ژر به خپل وړاندیز په افغانستان کې تنظیم کړي. په دې غونډه کې د هرات د لومړۍ حوزې د قشقې درې بلاکونو د تخنیکي مسایلو په اړه بحث او خبرې وکړې.

د دغه ایراني شرکت مشر ژمنه وکړه چې د تجربو د انتقال او د انجینرانو د پوهې د کچې د لوړولو لپاره به یو روزنیز مرکز جوړ کړي.
د طالبانو د ډلې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست هم وویل چې د طالبانو امارت هڅه کوي چې ملي او نړیوالو پانګوالو ته ښه فرصتونه برابر کړي او موږ ټولو بهرنیو پانګوالو ته ښه راغلاست وایو چې په افغانستان کې پانګونه وکړي، په ځانګړې توګه د کانونو.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي