د طالبانو د ډلې تر کنټرول لاندې د حج او اوقافو وزارت اعلان وکړ چې سعودي عربستان ته د افغان حاجیانو د انتقال بهیر پای ته رسیدلی دی.
دغه وزارت نن یکشنبه (د غبرګولي ۲۰مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه الوتکه چې وروستي افغان حاجیان یې لېږدول، د کندهار له نړیوال هوايي ډګر څخه د جدې هوايي ډګر ته الوتنه وکړه.
طالبانو ویلي چې دوی توانېدلي چې د الوتنې له مهالوېش سره سم په ټاکلې موده کې د هېواد له پروازونو (مرکز کابل، بلخ، هرات او کندهار) څخه د ۳۰ زره حاجیانو د لېږلو پروسه بشپړه کړي.
جمهورخبري آژانس