په کابل کې د ایران پخوانی سفیر محمد رضا بهرامي وايي، د تهران په غونډه کې د طالبانو نه ګډون د سیمې له هېوادونو سره د تعامل په اړه د دې ډلې نظر څرګندوي.
ښاغلی بهرامي تېره شپه، د غبرګولي ۱۹ مه؛ هغه په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي چې "په تهران کې د سیمه ییزو تماس ډلې په دوهمه غونډه کې د طالبانو نه ګډون له سیمې سره د اړیکو د څرنګوالي او کچې په اړه د دوی د نظر څرنګوالی ښيي."
د هغه په وینا، هغه ګوندونه چې د دې تعامل په ساده کولو باور لري لاهم به غلط حساب تجربه کړي.
په همدې حال کې د مسکو دوهمه غونډه د روسیې، چین، ایران او پاکستان د استازو په ګډون جوړه شوه.
که څه هم طالبانو ته بلنه ورکړل شوې وه؛ دوی په دې غونډه کې له ګډون څخه ډډه وکړه.
جمهورخبري آژانس