د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان ملي ټلویزیون ویلي، چې د دې ډلې د ۲۰۵ اتل قول اردو یوه ځانمرګې ډلې په کندهار کې له پاکستان سره پر پوله ګزمه کړې ده.
دغه ټلویزیون د یکشنبې په ورځ د غبرګولي په ۲۰مه په یوه راپور کې وویل چې د طالبانو د قول اردو د مشر په مشرۍ دغې قطعې په کندهار کې له پاکستان سره پر پوله ګزمه وکړه او د ماموریت له بشپړولو وروسته بېرته خپل ځای ته راستانه شول.
د راپور له مخې، د بدری ځانمرګی قطعې د پولې په اوږدو کې د ځای پر ځای شویو وسلو او ځواکونو څخه لیدنه وکړه او هلته چارواکو ته یې سپارښتنې وکړې.
د کندهار ملي تلويزيون هم د دغه ځانمرګي بريد ويډيو خپره کړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته د طالب جنګیالیو او پاکستاني پوله ساتو ترمنځ سرحدي تاوتریخوالی زیات شوی دی.
دواړه خواوې وخت نا وخت د پولې په اوږدو کې نښتې کوي.
جمهورخبري آژانس