د غزني ولایت د روغتون سرچینې وايي، د دغه ولایت په خواجه عمري ولسوالۍ کې یوه ښځه په مرموز ډول وژل شوې ده.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه مېرمن تېر ماښام د ٢٠ کلونو په عمر د خواجه عمري ولسوالۍ په "ده درات" کلي کې وژل شوې او جسد يې د غزني ولايتي روغتون ته وړل شوى دى.
سرچينې زياته کړې، چې دغه ښځه په مرموز ډول وژل شوې ده.
د دې پېښې انګېزه او عاملین لا هم نه دي معلوم.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو له واکمنۍ راهیسې په افغانستان کې د ښځو او نارینه وو تر منځ د فقر له امله وژنې او ځان وژنې زیاتې شوي دي.
جمهورخبري آژانس