د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي، څه باندې ۲۳ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري.
دغه دفتر نن دوشنبې د غبرګولي ۲۱ مه په یوه راپور کې ویلي چې په افغانستان کې ۲۳.۷ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري.
د دغه سازمان په راپور کې راغلي چې په افغانستان کې د بېوزلۍ زیاتوالی، خوارځواکي، وچکالي، طبیعي پېښې او د هېواد دننه د وګړو بې ځایه کېدل د اوسني وضعیت عوامل دي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر زیاته کړې، د روان کال په لومړیو دریو میاشتو کې له نړیوالې ټولنې څخه یوازې ۲۵۰ میلیونه ډالره مرسته ترلاسه شوې چې د ټولو غوښتل شویو مرستو ۵،۴ سلنه جوړوي.
جمهورخبري آژانس