۰

د کابل، تهران او ډیلي له مثلث څخه د اسلام آباد وېره؛ ښايي پاکستان منزوي شي

دوشنبه ۲۱ جوزا ۱۴۰۳ ساعت ۱۴:۰۲
اوراسیا تحلیلي شبکې په خپل تازه راپور کې د افغانستان، ایران او هند تر منځ د مثلث له جوړېدو څخه د پاکستان د اندېښنې پرده پورته کړې وايي، پاکستان په دې کار سره ځان د ګوښه ګېدو په حال کې ګوري.
د کابل، تهران او ډیلي له مثلث څخه د اسلام آباد وېره؛ ښايي پاکستان منزوي شي
اوراسیا تحلیلي شبکې په خپل تازه راپور کې د افغانستان، ایران او هند تر منځ د مثلث له جوړېدو څخه د پاکستان د اندېښنې پرده پورته کړې وايي، پاکستان په دې کار سره ځان د ګوښه ګېدو په حال کې ګوري.
 
په راپور کې زیاته شوې، چې طالبانو ته د ایران د چابهار بندر په تړاو د هند نېږدېوالي اسلام آباد کې اندېښمن کړی دی او فکر کوي چې د چابهار بندر له جوړېدو د هند ملاتړ به د پاکستان ستراتېژیک نفوذ له ستونزو سره مخ کړي.

د سرچینې په وینا، د ایران او افغانستان سوداګریزه دهلیز چې منځنۍ اسیا ته لار مومي، ښایي له پاکستان څخه تېر شي او د سیمه ییزې سوداګرۍ د ځواکمن کېدو لپاره د دغه هېواد هیلې کمزورې کړي.
 
اورآسیا لیکي، هند غواړي له افغانستان او ایران سره په ملګرتیا او د پاکستان په منزوي کولو سره سیمه ییز برتري ترلاسه کړي.
دغه راپور له هند سره د طالبانو د نږدېوالي یو لامل د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) پر سر د طالبانو او پاکستان ترمنځ د ترینګلتیا زیاتوالي ته اشاره کوي.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي