د تخار ولایت سیمه ییزې سرچینې وايي، د دغه ولایت په مرکز کې د یوې ترافیکي پېښې له امله درې تنه مړه او شپږ نور ټپیان شوي دي.
سرچینه زیاتوي، دا پېښه نن (دوشنبه د جوزا ۲۱مه) د بهارک ولایت د کوترمې په سیمه کې له یوه فولډر ډوله موټر سره د نووا سراچه ډوله موټر د ټکر له امله رامنځته شوې، چې له امله یې درې تنه مړه او شپږ نور ټپیان شوي دي. ټپيان شول.
د تخار ولایت چارواکي د دغې ترافیکي پېښې اصلي لامل د موټر چلوونکو بې احتیاطي بولي.
د يادونې وړ ده، چې د يادو دوو موټرو سپاره د دغه ولايت د درقد او چاهاب ولسواليو اوسېدونکي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ هم د بدخشان ولایت په یفتل ولسوالۍ کې په ورته پېښه کې څلور تنه وژل شوي او اوه نور ټپیان شوي وو.
جمهور خبري آژانس