د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق وايي، د سویس حکومت له افغانستان سره ۷.۲۹ میلیونه ډالره مرسته کړې ده.
دغه صندوق د دوشنبې په ورځ د غبرګولي په ۲۱مه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې دا درېیم ځل دی چې د سویس حکومت له افغانستان سره مرسته کوي.
په اعلاميه کې راغلي چې دغه مرسته به د افغانستان خلکو ته د ښځو د پياوړتيا، د اقليمي بدلون او د کډوالو او راستنېدونکو لپاره د دايمي حل لارو په برخو کې د خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې د مربوطو هڅو په پياوړتيا ولګول شي.
اعلامیه زیاتوي، چې د سویس حکومت تر دې وړاندې هم د تېر کال په جدې میاشت کې له افغانستان سره ۶،۲ میلیونه ډالره او تر هغه مخکې په جنورۍ میاشت کې ۲،۲ میلیونه ډالره مرسته کړې وه.
جمهورخبري آژانس