د افغانستان د ازادۍ جبهه وايي، د کابل په شپږمه امنیتي حوزه کې یې څلور وسله وال طالبان وژلي او ټپیان کړي دي.
دغې جبهې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د تېرې اونۍ د غبرګولي په ۲۱ مه سهار ۸:۳۰ بجې د دوی ځواکونو د کابل ښار د قصر دارالامان پر سړک د طالبانو پر یوه پوسته برید وکړ.
د خبر په اساس په دغه بریدکې ۳ تنه طالبان ووژل شول، ۱ بل ژوبل دی.
جبهې ازادي راډیو د دغه برید ویډیو ټیپ هم خپور کړی دی.
جمهورخبري آژانس