د طالبانو د ډلې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت اعلان کړی چې سږ کال به څه باندې دوه میلیونه هکتاره ځمکه د غنمو کرل شوې وي.
د طالبانو د ډلې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت اعلان کړی چې سږ کال به څه باندې دوه میلیونه هکتاره ځمکه د غنمو کرل شوې وي. د طالبانو تر کنټرول لاندې دغه وزارت نن پنشنبه (د غبرګولي ۲۴ مه) په یوه اعلامیه کې ویلي چې د کرنې وزارت د کرنې وزارت د احصایې او اطلاعاتو د تنظیم ادارې د تحلیل او ارزونو پر بنسټ سږ کال شاوخوا ۲.۱۴ میلیونه هکتاره غنم کرلي دي. د کرنې ساحه د هیواد لپاره وړاندوینه شوې. طالبانو ویلي چې شاوخوا ۴،۹ میلیونه مټریک ټنه تولیدات به هېواد ته انتقال کړي چې د تېر کال په پرتله ۱۳ سلنه زیاتوالی ښيي. جمهورخبري آژانس