۰

رسول پارسي د طالبانو له بنده خوشې شو

یکشنبه ۲۷ جوزا ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۱۱
شاعر او د پوهنتون استاد رسول پارسي د طالبانو له بنده خوشې شو او له خپلې کورنۍ سره یو ځای شو.
رسول پارسي د طالبانو له بنده خوشې شو
شاعر او د پوهنتون استاد رسول پارسي د طالبانو له بنده خوشې شو او له خپلې کورنۍ سره یو ځای شو.

ښاغلي پارسي ته ځینو نږدې سرچینو ویلي، چې نوموړی د جمعې په ورځ د غبرګولي په ۲۵مه د کابل له پلچرخي زندان څخه خوشې او له خپلې کورنۍ سره یوځای شوی دی.

ښاغلی پارسي شاوخوا ۱۵ میاشتې وړاندې د طالبانو له خوا له کابل څخه نیول شوی و.

که څه هم د طالبانو له خوا د نوموړي د نیولو لامل نه دی په ډاګه شوی. خو ویل کیږي چې ښاغلی پارسي د خپلو انتقادي لیکنو له امله د طالبانو له خوا نیول شوی دی.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي