۰

ښځینه فعالانو په افغانستان کې د یونما مشره د طالبانو په سپینولو تورن کړه

یکشنبه ۳ سرطان ۱۴۰۳ ساعت ۱۵:۲۵
یو شمیر ښځینه فعالانو وروسته له هغې مظاهرې وکړې چې د یوناما مشرې روزا اوتنبایوا د دوحې په غونډه کې د افغان میرمنو د نه ګډون ملاتړ وکړ او هغه یې د طالبانو په سپینولو تورنه کړه.
ښځینه فعالانو په افغانستان کې د یونما مشره د طالبانو په سپینولو تورن کړه
یو شمیر ښځینه فعالانو وروسته له هغې مظاهرې وکړې چې د یوناما مشرې روزا اوتنبایوا د دوحې په غونډه کې د افغان میرمنو د نه ګډون ملاتړ وکړ او هغه یې د طالبانو په سپینولو تورنه کړه.

ښځینه فعالانو نن یکشنبه د سرطان په ۳مه، د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د دوحې په غونډه کې د ښځو د نه ګډون په اړه د مېرمن اوتنبایوا څرګندونې د ټولو نړیوالو اصولو او قوانینو خلاف دي.

دوی د یوناما مشره د افغان ښځو په وړاندې د طالبانو د کړنو سپینول او عادي کول او خیانت بولي.

په ورته وخت کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دایمي استازې روزا اوتنبایوا د دوحې په غونډه کې د ښځو د نه ګډون په غبرګون کې ویلي، چې په دې [دوحه کې] په غونډه کې به هیڅ افغانه ښځه ګډون ونه کړي. د دوحې په دریمه غونډه کې به د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ۲۲ ځانګړي استازي چې ښځې هم په کې ګډون ولري، مشري کوي.»

هغه ټینګار وکړ چې ځانګړي استازي به د دوحې په غونډه کې د افغان ښځو غوښتنې مطرح کړي.

باید وویل شي، چې د دوحې په درېیمه ناسته کې د افغان مېرمنو نه ګډون د بشري حقونو د بنسټونو له سختو نیوکو سره مخ شوی دی.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي