د طالبانو د ډلې سياسي مرستيال د دغې ډلې له يو شمېر قومي مشرانو او يو شمېر سيمه ييزو مسوولينو سره وکتل او ويې ويل چې د دغې ډلې پاليسۍ د خلکو د هيلو پر بنسټ تطبيقيږي.
طالبانو نن سه شنبې د چنګاښ ۵ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې له بېلابېلو ولایتونو څخه راغليو مشرانو او علماوو د سیمه ییزې حکومتوالۍ او پرمختګ په اړه خپل نظریات او وړاندیزونه له طالبانو سره شریک کړل.
دوی وویل، چې د افغان حکومت متحد او څرګند نظر د ملي ګټو لپاره ګټور دی.
د طالبانو سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر هم ویلي، چې د اسلامي امارت پالیسي د افغانستان د ملي ګټو او د افغانانو د هیلو په اساس تصویب او عملي کیږي.
د طالبانو د ډلې د چارواکو دغه څرګندونې په داسې حال کښې مطرح کیږی چې دغې ډلې په خپل دیکتاتور حکومت کې د افغانستان د خلکو هیڅ نظر ته پام نه دی کړی او د اسلام د وچې تفکر په اساس یې د یوې ډلې انحصاری بڼه خپله کړې ده. د افغانستان په خلکو.
جمهورخبري آژانس