د قطر د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالعزیز الخلیفي په دې غونډه کې د طالبانو ګډون مهم بللی دی.
الخلیفي د دوحې د غونډې د دویمې ورځې په پیل کې وویل چې د طالبانو د استازو ګډون د بامعنی خبرو لپاره یو مهم فرصت دی.
د هغه په وينا، دا ډول غونډې له طالبانو سره د مستقيمې همکارۍ زمينه برابروي.
هغه زیاته کړه، د قطر دولت د افغانستان له خلکو سره د مرستې لپاره هوډمن دی.
د يادونې وړ ده، چې د دوحې غونډه پرون ماښام پيل شوې او نن هم دوام لري.
دا غونډه د ملګرو ملتونو په کوربه توب د یادو هېوادونو د ځانګړيو استازو او د طالبانو د استازو په ګډون جوړه شوې وه.
جمهورخبري آژانس