۰
د افغانستان د فکري خوځښت مشر:

د سید حسن نصرالله لاره به حتماً په لا جديت سره روانه وي

دوشنبه ۹ میزان ۱۴۰۳ ساعت ۱۴:۱۰
د افغانستان د فکري خوځښت ډلې په لبنان کې د حزب الله د وژل شوي سکرتر جنرال د شهادت په اړه یو پیغام خپور کړ.
د سید حسن نصرالله لاره به حتماً په لا جديت سره روانه وي
د افغانستان د فکري خوځښت ډلې په لبنان کې د حزب الله د وژل شوي سکرتر جنرال د شهادت په اړه یو پیغام خپور کړ.

په دغه بیانیه کې د اسرائیلو د ترهه ګرو حملو او د سید حسن نصرالله د شهادت د غندلو په ترڅ کې د مقاومت لاره نه منونکې او متحرکه وبلله.

د دغه سازمان په پیغام کې راغلي: د لبنان د اسلامی مقاومت بیرغ او د اسلامی نړۍ نه جبران کیدونکی څیره مجاهد کبیر، حجت الاسلام، د لبنان د حزب الله عمومی منشی سید حسن نصرالله د لبنان په وروستیو پیښو کې د شهادت جام وڅښلو.

دغه ترهه ګره پیښه په داسې حال کې رامینځته شوه چې سید د صهیونیسټ رژیم د پرله پسې تیریو په وړاندې د لبنان او غزې د خلکو په دفاع کښې بوخت وو . بې له شکه د مقاومت د سيد شهادت په نننۍ پېړۍ کې د اسلامي مقاومت ستره ضايعه ګڼل کېږي.

د افغانستان د فکري خوځښت شورا د صهيونېسټ رژيم دغه ستر ترهګريز عمل په سختو ټکو غندي او د لبنان له خلکو، د سيمې اسلامي مقاومت غورځنګونو او اسلامي امت ته د سيد مقاومت د شهادت د ستر زيان له امله خپله خواخوږي څرګندوي.

په ۱۹۹۲ کال کې سید د مقاومت د سید الشهید ځای ناستی شو او په ۲۰۰۰ کال کې یې د ازادۍ او بیا په ۲۰۰۶ کال کې د فلسطین، غزې او د مظلوم فلسطینی ملت د ملاتړ تر جګړې پورې د مقاومت مشري وکړه.

د لبنان داسلامی مقاومت مشر په داسې حال کښې د شهادت لوړ مقام ترلاسه کړ چې په تیرو دیارلس میاشتو کې په لبنان او غزې کې د اسلامی مقاومت غورځنګونو د صهیونیسټی نیواکګر رژیم په بدن وژونکی ګوزارونه وکړل .

که څه هم دغه پیښه چې د دغه رژیم د کمزورتیا له امله رامینځته شوې د اسلامی مقاومت د بدن لپاره ستره ضایعه ګڼل کیږی خو د غاصب صهیونیسټی رژیم په وړاندې د مقاومت د غورځنګ په پیاوړتیا کې به ډیر اغیزشیندونکی و. هغه لاره چې سید حسن نصرالله په لبنان کې جوړه کړې وه بې له شکه د هغه په ​​نشتوالي کې به په متحرک ډول دوام وکړي.

د سید په غیاب کې به د لبنان اسلامی مقاومت نه یوازې کمزوری نه شی بلکې د صهیونیسټ نیواکګر رژیم په وړاندې به د پخوا په پرتله پیاوړی او غښتلی مبارزې ته دوام ورکړی .

د افغانستان د فکري خوځښت فورم
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي