د اسلامي همکاریو سازمان او په کابل کې د اندونیزیا سفارت د افغان ښځو د اقتصادي فعالیتونو د ملاتړ په موخه یو هوکړه لیک لاسلیک کړ.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه سازمان د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې دغه هوکړه لیک د دوشنبې په ورځ د تلې په ۹ مه په کابل کې لاسلیک شو.
د دې هوکړې پر بنسټ به په کابل، د افغانستان په نورو ښارونو او کلیو کې د افغان مېرمنو د ځواکمنتیا لپاره د معیشت بېلابېلې پروژې پیل شي.
په اعلامیه کې راغلي چې د دغو پروژو مالي لګښت د اندونیزیا د حکومت له خوا ورکول کېږي.
په اعلامیه کې نور جزیات نه دي ورکړل شوي؛ خو ویل شوي چې د اسلامي همکاریو سازمان به دغه پروژې پلې کړي.
باید وویل شي، چې د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان او ټولو اسلامي هېوادونو د طالبانو له خوا د ښځو پر زده کړو بندیزونه غندلي دي.
جمهورخبري آژانس