۰

طالبانو د مایع ګاز د تاسیساتو د جوړولو طرزالعمل او د کانونو د عوایدو پالیسي تصویب کړه

سی شنبه ۱۰ میزان ۱۴۰۳ ساعت ۱۶:۰۵
د طالبانو د ډلې اقتصادي مرستیال اعلان وکړ چې د دغې ډلې تخنیکي کمیټې د مایع ګاز د تاسیساتو د جوړولو طرزالعمل او د کانونو د عوایدو پالیسي تصویب کړې ده.
طالبانو د مایع ګاز د تاسیساتو د جوړولو طرزالعمل او د کانونو د عوایدو پالیسي تصویب کړه
د طالبانو د ډلې اقتصادي مرستیال اعلان وکړ چې د دغې ډلې تخنیکي کمیټې د مایع ګاز د تاسیساتو د جوړولو طرزالعمل او د کانونو د عوایدو پالیسي تصویب کړې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د طالبانو د ډلې د اقتصادي مرستیال مطبوعاتي دفتر د سه شنبې په ورځ (د تلې ۱۰مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره اعلان وکړ چې د تخنیکي کمېټې په غونډه کې د مایع ګازو د تاسیساتو د جوړولو پر طرزالعمل، د کانونو د سکتور د عوایدو د پالیسۍ پر مسودې او یو شمېر نورو مسایلو خبرې وشوې.

طالبانو ویلي چې دغې ډلې له هر اړخیزې ارزونې وروسته د مایع ګازو د تاسیساتو د جوړولو په طرزالعمل کې د اقتصادي کمیسیون د تخنیکي کمیټې له خوا تعدیلات په پام کې نیولي او د تصویب لپاره یې اقتصادي کمیسیون ته استولي دي.

د دغې کړنلارې له مخې ټول دولتي او خصوصي شرکتونه چې د مایع ګازو توزیع کوي باید له ښارونو او ګڼې ګوڼې ډکو سیمو څخه د ګازو زیرمې له ښار څخه لرې ځایونو ته انتقال کړي او د دغې کړنلارې له مخې نوي تاسیسات جوړ کړي.

جمهورخبري آژآنس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي