دا په زړه پورې ده ۰
د تخار ولایت په مرکز تالقان ښار کې عامه سرچینې وايي، چې د دغه ښار په مرکز کې چاودنه شوې ده.
تالقان ښار کې چاودنه وشوه
د تخار ولایت په مرکز تالقان ښار کې عامه سرچینې وايي، چې د دغه ښار په مرکز کې چاودنه شوې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې، دغه چاودنه د تلې په ١٤مه، نن سهار له غرمې وروسته د تالقانو ښار د "سيد شهيد عبدالودود" لېسې مخې ته شوې ده.

سرچينې زياته کړې، چې د دې چاودنې هدف د طالبانو يو موټر و. سرچينې زياته کړې، چې د لومړنيو معلوماتو پر بنسټ په دې چاودنه کې درې تنه ټپيان شوي دي.

تر اوسه چا یا کومې ډلې د دې پېښې پړه پر غاړه نه ده اخیستې. خو؛ تر دې وړاندې هم په تالقان ښار کې د ورته چاودنو مسوولیت د مقاومت جبهې پر غاړه اخیستی دی.

جمهورخبري آژانس
https://jomhornews.com/vdcftvdyxw6deya.,ziw.html
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته