دا په زړه پورې ده ۰
د سنټکام پخوانی قوماندان جنرال کینیت مک کینزي وايي، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل د القاعده او داعش پر ضد د امریکا ضد فعالیتونو اغېزمن کړي دي.
له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل د القاعده او داعش پر ضد عملیات اغېزمن کړي
د سنټکام پخوانی قوماندان جنرال کینیت مک کینزي وايي، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل د القاعده او داعش پر ضد د امریکا ضد فعالیتونو اغېزمن کړي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې مکینزي تېره شپه د کابل پر وخت له CSPN تلویزیون سره په خبرو کې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتلو ته په اشارې سره وویل چې دی د سپینې ماڼۍ له دې پرېکړې سره موافق نه دی.

هغه ټینګار وکړ چې "د دې وتلو د داعش او القاعدې وړتیا اغیزمنه کړه چې د امریکا په خاوره کې تنظیم او برید وکړي."

مک کینزي همداراز زیاته کړه، د پوتین په څېر دیکتاتورانو ښايي له افغانستانه د امریکا له ناڅاپي وتلو څخه زده کړې کړې وي او دې مسلې ښايي هغه دې ته وهڅوي چې وروسته پر اوکراین برید وکړي.

دغه متقاعد امریکايي جنرال تر دې مخکې د امریکا د کانګریس په استماعیه غونډه کې ویلي و چې طالبان اوس مهال پر امریکا د برید اراده نه لري.

خو هغو ډلو ته يې پناه ورکړې چې پر امريکا او د هغه پر ځواکونو د بريد هڅه کوي.

نوموړي په دې ناسته کې طالبان یو تروریستي سازمان وباله.

جمهورخبري آژانس
https://jomhornews.com/vdcenp8zvjh8fwi.r6bj.html
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته

وروستي خبرونه