د بدن جوړونې افغان لوبغاړی علی بلال د ۲۰۲۴ کال د ښاغلي اولمپیا په سیالیو کې دویم مقام خپل کړ.
دغه افغان لوبغاړي نن یکشنبه د تلې ۲۲ مه سهار وختي د امریکا په لاس ویګاس ښار کې له خپلو سیالانو سره سیالي وکړه او په دې وتوانید چې د دوهم مقام خپل کړي. هغه دا مقام د 2024 ماسټر اولمپیاډ د نارینه فزیک کټګورۍ کې د برتانوي مخالف په وړاندې ترلاسه کړ.
البلال تېر کال هم د ښاغلي اولمپیا په سیالیو کې ګډون کړی و؛ خو نوموړی د دې سیالیو په ۲۱م مقام کې ولاړ و.
ویل کیږي چې علي بلال د دې منډې په وهلو سره د نارینه وو په فزیک کې د افغانستان د بدن د ښکلا په تاریخ کې تر ټولو ویاړلی لوبغاړی شو.
تر دې مخکې د افغانستان هیڅ ورزشکار په المپیا کې ګډون نه دی کړی.
جمهورخبري آژانس