۰

په غزني کې د يوې سيمه ييزې راډيو مسوول د طالبانو له خوا په بند محکوم شو

سی شنبه ۲۴ میزان ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۰۷
په غزني کې د خوشحال خصوصي راډيو مسوول حکمت ارين د طالبانو محکمې په يو کال بند محکوم کړ.
په غزني کې د يوې سيمه ييزې راډيو مسوول د طالبانو له خوا په بند محکوم شو
په غزني کې د خوشحال خصوصي راډيو مسوول حکمت ارين د طالبانو محکمې په يو کال بند محکوم کړ.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې ښاغلی ارین د دوشنبې په ورځ د تلې په ۲۳ مه په غزني کې د طالبانو د ابتدایي محکمې له خوا په یو کال بند محکوم شو.

دغه مرکز زیاته کړه چې په غزني کې د طالبانو استخباراتي کړۍ د دغه حکم خلاف و او د هغې د زیاتوالي غوښتنه یې کوله.

بايد يادونه وشي، چې حکمت ارين په دې وروستيو کې د طالبانو د استخباراتو له خوا د "جمهوريت پر مهال د طالبانو د جنګي عملياتو په اړه د يوې مسلې د خپرولو" په تور نيول شوى و.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي