د طالبانو د ډلې د اوبو او انرژۍ وزارت چارواکو د پاور چین شرکت له مسوولینو سره وکتل. د طالبانو د ډلې د اوبو او انرژۍ وزارت وايي چې د «پاور چائنا» شرکت مسوولینو د دغه وزارت له سرپرست ملا عبداللطیف منصور سره په کتنه کې ویلي چې د باغ درې د برېښنا بند د جوړولو لپاره یې لازم تدابیر نیولي دي. د طالبانو تر کنټرول لاندې د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، عبداللطیف منصور چین ته د خپل سفر په ترڅ کې د "پاور چین" شرکت له مشر سره د باغ درې د برېښنا بند د پروژې د عملي کار د ژر پیل په اړه خبرې کړې دي. د يادونې وړ ده، چې د کاپيسا ولايت د باغدرې د برېښنا بند په جوړولو کې د "پاور چائنا" شرکت له پانګونې وروسته دې شرکت ته د کار اجازه ورکړل شوه. دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته په هېواد کې ډېری پروژې نیمګړې پاتې دي او د افغانستان اقتصادي وضعیت کړکېچن بلل کېږي. جمهورخبري آژانس