دوی وویل، چې دوی بېلابېلو ولایتونو ته سفرونه کړي او له کومې ستونزې پرته ژوند کوي، افغانستان باید نور د جګړې ډګر نه وي او افغانان له شته امنیت خوښ دي او له طالبانو سره همکاري کوي.
د طالبانو د دغه کمیسیون د دارالانشا مشر مولوي ذاکر الله ذاکر ویلي، چې د طالبانو امارت به د ښې راتلونکې لپاره د عمومي بښنې فرمان پلي کړي او د افغانانو ستونزې به حل کړي او د پخوانۍ دندې له امله به هیڅوک ونه څیړل شي.
د يادونې وړ ده، چې په تېرو درېيو کلونو کې د طالبانو ډلې ته د افغانستان له تسليمېدو وروسته، د دغې ډلې جنګيالي د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د تېر حکومت دفاعي او امنيتي ځواکونه ځوروي او له منځه وړي دي.