دا په زړه پورې ده ۰
د طالبانو اطلاعاتو او کلتور وزارت د کلتور او هنر مرستیال عتیق‌الله عزیزي کابل کې د جاپان له سفیر تاکایوشي کورومیا سره د افغانستان او جاپان ترمنځ د دوه اړخیزو فرهنګي اړیکو په لا پراختیا خبرې کړې.
جاپان د افغانستان د فرهنګي میراثونو د یوې غونډې کوربتوب کوي
د طالبانو اطلاعاتو او کلتور وزارت د کلتور او هنر مرستیال عتیق‌الله عزیزي کابل کې د جاپان له سفیر تاکایوشي کورومیا سره د افغانستان او جاپان ترمنځ د دوه اړخیزو فرهنګي اړیکو په لا پراختیا خبرې کړې.

دې لیدنه کې د جاپان سفیر ویلي، چې هېواد یې غواړي د افغانستان د فرهنګي میراثونو په اړه د یوه نړیوال کنفرانس کوربتوب وکړي، تر څو د افغانستان د فرهنګي میراثونو خوندیتوب او رغونې ته د نړیوالو پام راواړوي.

دغه راز دې لیدنه کې عتیق‌الله عزیزي له جاپان څخه غوښتي، چې د نورو برخو سربېره د افغانستان تاریخي ابداتو او فرهنګي میراثونو په ساتنه او بیا رغونه کې هم پراخه ونډه واخلي.

دې لیدنه کې عزیزي یو شمېر هغه تاریخي سیمې او ابدات چې په عاجله توګه ترمیم او استحکام ته اړتیا لري د جاپان سفیر ته ور ښودلي دي.

جمهورخبري آژانس
 
https://jomhornews.com/vdcf1edymw6dema.,ziw.html
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته