د طالبانو ډلې د بهرنیو چارو وزارت په یوه پیغام کې د پاکستان د کویټې د اورګاډي په تمځای کې تروریستي حمله غندلې ده.
د طالبانو ډلې د بهرنیو چارو وزارت په یوه پیغام کې د پاکستان د کویټې د اورګاډي په تمځای کې تروریستي حمله غندلې ده. د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې طالبانو ډلې د یوې اعلامیې په خپرولو سره اعلان کړی، چې دغه ډله د بلوچستان ایالت په مرکز کوټه ښار کې د اورګاډي په تم ځای کې وروستۍ چاودنه چې په پایله کې یې ګڼ شمېر ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې، غندي. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په دې خبرپاڼه کې راغلي دي چې دغه ډله د قربانیانو له کورنیو سره د خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب څرګندوي، شهیدانو ته د فردوس جنت او ټپیانو ته د عاجلې روغتیا دعا کوي. د پاکستان د خبري سرچینو د خبر له مخې نن سهار د کویټې د اورګاډي په تم ځای کې په یوه ځانمرګي برید کې ۲۲ تنه وژل شوي او تر ۵۰ زیات ټپیان دي. د يادونې ده، چې د دې چاودنې مسووليت بلوڅ بېلتون غوښتونکو پر غاړه اخيستى دى. جمهورخبري آژانس