بلخوا، په ملګرو ملتونو سازمان کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست، په ایران او پاکستان کې د افغان کډوالو وضعیت خراب بللی او د افغان کډوالو د جبري ایستلو پر مخنیوي یې ټینګار کړی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ رییس هم له پاکستان او ایرانه غوښتي وو چې، د افغان کډوالو له جبري اېستلو دې لاس واخلي.