په دې غونډه کې امیرخان متقي هم له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې، له افغانستان سره د بشري مرستو پر ځای د بنسټیزو پروژو د جوړولو په برخه کې مرسته وکړي.
امیر خان متقي زیاته کړه:«په دې کې هېڅ شک نشته چې، بهرنۍ نړۍ، په اقتصادي لحاظ هم وړتیا لري او په تخنیکي لحاظ هم وړتیا لري او تجربې یې هم زیاتې دي. اوس له افغانستان سره په همدغو درېیو برخو کې همکاري وشي.»
دا په داسې حال کې ده چې، د دوحې په درېیمه غونډه کې هم له حصوصي سکټوره ملاتړ، د بانکي محدودیتونو حل او په افغانستان کې د کوکنارو د بدیل کښت د زمینې پر برابرولو خبرې اترې شوې وي.