د طالبانو ډلې اعلان کړی چې د آغا خان بنسټ ۳۴ کوچنیو متشبثینو ته د کار وسایل برابر کړي دي.
د طالبانو ډلې اعلان کړی چې د آغا خان بنسټ ۳۴ کوچنیو متشبثینو ته د کار وسایل برابر کړي دي.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې د طالبانو ډلې د کار او ټولنیزو چارو وزارت اعلان کړی، چې د سمنګان ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست د هڅو او همغږۍ پر اساس یې ۳۴ تنه کوچني متشبثین چې د ګنډلو او مچیو د پالنې په برخه کې فعال دي، نیولي دي.
هر متشبث ته به د 68000 افغانیو په ارزښت وسایل ورکړل شي چې دا کار د آغا خان بنسټ لخوا وویشل شو.
په اعلاميه کې د سمنګانو ولايت د کار او ټولنيزو چارو رياست له ياد بنسټ څخه مننه وکړه او له نورو مرستندويه بنسټونو يې وغوښتل چې له ياد رياست سره په بېلابېلو کاري برخو کې همکاري وکړي.