دا په زړه پورې ده ۰
د طالبانو ډلې د اوبو او انرژۍ وزارت اعلان کړی چې د هرات ولایت د پاشدان بند کار ۸۰ سلنه پرمختګ کړی دی.
طالبانو د پاشدان بند د پروژې ۸۰ سلنه پرمختګ اعلان کړ
د طالبانو ډلې د اوبو او انرژۍ وزارت اعلان کړی چې د هرات ولایت د پاشدان بند کار ۸۰ سلنه پرمختګ کړی دی.

د جمهور آژآنس د خبر له مخې د طالبانو ډلې د اوبو او انرژۍ وزارت نن (د لندۍ ۴مه) یوه اعلامیه خپره کړې او ویلي یې دي چې د هرات ولایت د پاشدان بند چې د اوبو او انرژۍ وزارت یوه له سترو پروژو څخه ده اوس په مختلفو برخو کې کار روان دی.

طالبانو ویلي چې د دغه بند کار ۸۰ سلنه پرمختګ کړی او پاتې چارې به یې هم ډېر ژر بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

طالبانو ویلي چې د دغه بند په بشپړیدو سره به ۵۴ میلیونه متر مکعب اوبه زیرمه شي، دوه میګاواټه بریښنا به تولید شي او ۱۳ زره جریبه کرنیزه ځمکه به خړوبه شي.

جمهورخبري آژانس
https://jomhornews.com/vdcfcedycw6de1a.,ziw.html
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته