دا په زړه پورې ده ۰
د کندوز ولایت د ښاروالۍ مسوولینو خبر ورکړی، چې په دغه ولایت کې د درېیو رغنیزو پروژو چارې پیل شوې دي.
کندوز کې د ۳ رغنیزو پروژو چارې پیل شوې دي
د کندوز ولایت د ښاروالۍ مسوولینو خبر ورکړی، چې په دغه ولایت کې د درېیو رغنیزو پروژو چارې پیل شوې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د یاد ولایت د ښاروالۍ مسوولین وایي، چې په یادو پروژو کې د ښار په لومړۍ، دویمې او درېیمې ناحیې کې د ۴ میلیونه افغانیو په لګښت د ۵۰۰ متره سړک او ۳۱۵ متره ابرونو جوړول شامل دي، چې چارې به یې ډېر ژر بشپړې او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.

د مسوولینو په خبره د کندز ښاروالۍ د سکتوري او تخنیکي آمریت ټیمونه به د دې پروژو د تطبیق له ټولو پړاوونو څارنه او نظارت کوي، ترڅو چارې یې په معیاري ډول بشپړې شي.

جمهورخبري آژانس
https://jomhornews.com/vdcgq79qwak9uq4.1gra.html
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته