دا په زړه پورې ده ۰
د پروان ولایت ځایي چارواکي وایي، چې د دغه ولایت په جبل السراج ولسوالۍ کې د د یوه سربند د جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی.
پروان کې یو سربند جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی
د پروان ولایت ځایي چارواکي وایي، چې د دغه ولایت په جبل السراج ولسوالۍ کې د د یوه سربند د جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی.


د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د یاد ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولینو ویلي، چې دغه سربند د څه باندې یو میلیون افغانیو په لګښت د یاد ولایت  جبل السراج ولسوالۍ په وزیري بالا قلعه ګلبهار کلي کې جوړ شوی دی.

دغه سربند چې ۱۵.۷ متره اوږدوالی لري؛ په جوړېدو سره یې د یادې سیمې۱۵۰۰ جریبه کرنیزې ځمکې او ۱۰۰۰ کورنیو ته د څښاک اوبو برابرې شوې دي.

جمهورخبري آژانس
https://jomhornews.com/vdchz6nzk23nqzd.yjt2.html
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته