دا په زړه پورې ده ۰
د طالبانو ډلې د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر ملا عبداللطیف منصور د چین د MCC له مشر سره وکتل او د باغدرې پروژې په عملي پیل یې ټینګار وکړ.
طالبانو دباغدرې دبريښنا دپروژې په عملي کيدو ټينګار کړى دى
د طالبانو ډلې د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر ملا عبداللطیف منصور د چین د MCC له مشر سره وکتل او د باغدرې پروژې په عملي پیل یې ټینګار وکړ.

د جمهور آژآنس د خبر له مخې د طالبانو ډلې د اوبو او انرژۍ وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دې ډلې د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر ملا عبداللطیف منصور په کابل کې د چینايي کمپنۍ MCC له مشر سره وکتل.

دواړو لورو په لوګر ولایت کې د مسینک د استخراج د پروژې لپاره د اوبو او برېښنا د برابرولو او په ځانګړي ډول د کاپیسا ولایت د بغدرې د برېښنا بند د پروژې د تطبیق په اړه د دوه اړخیزو همکاریو او همغږۍ په اړه خبرې وکړې.

د طالبانو ډلې د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست دوی ته د دغه وزارت د لازمو همکاریو ډاډ ورکړی دی.

ده همداراز ټینګار وکړ، چې د همکارۍ د پیل لپاره باید ژر تر ژره د دواړو لورو ترمنځ یو ګډ تفاهم لیک لاسلیک شي.

جمهورخبري آژانس
https://jomhornews.com/vdcjvoevmuqeavz.b,fu.html
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته