دا په زړه پورې ده ۰
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر نورالدین عزیزي د استانبول د حلال نندارتون په څنډه کې له یو شمېر افغان پانګوالو او سوداګرو سره کتلي دي.
عزیزي: ترکیه کې مېشت افغان سوداګر دې خپل هېواد کې پانګونه وکړي
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر نورالدین عزیزي د استانبول د حلال نندارتون په څنډه کې له یو شمېر افغان پانګوالو او سوداګرو سره کتلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په دغه کتنه کې عزیزي ډاډ ورکړی چې په افغانستان کې د پانګونې لپاره لازم شرایط برابر شوي او له افغان پانګوالو یې غوښتي چې په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي.

عزیزي دغه راز په خپلو خبرو کې زیاته کړې چې د استانبول حلال نندارتون په نړیوالو بازارونو کې د هېواد محصولاتو ته د بازار موندنې زمینه برابره کړې ده.

نوموړي ویلي چې یو شمېر ترکي پانګوالو په افغانستان کې د کانونو او کرنې په برخه کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.

دا په داسې حال کې ده چې وړمه ورځ د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر د ترکیې د سوداګرۍ له وزیر او د اذربایجان د اقتصاد وزارت له معین سره هم لیدلي او د سوداګرۍ د ودې او په دې برخه کې د شته ننګونو د حل په اړه یې خبرې کړي دي.

جمهورخبري آژانس
 
https://jomhornews.com/vdcco4qss2bqms8.5ja2.html
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته