د طالبانو کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت وايي، د سرپرست حکومت له بیا واکمنېدو راهیسې د چرګانو د فارمونو شمېر له درې زرو شاوخوا ۱۵ زرو ته رسېدلی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دغه وزارت ویاند زیاتوي، دمګړۍ افغانستان د چرګانو د غوښې د تولید برخه کې کابو ځان بسیاینې ته رسېدلی.
له دې سره سم په کابل کې د چرګانو د فارم لرونکو ټولنه هم په هېواد کې، د چرګانو د فارمونو او د چرګانو د غوښې د تولیدي کارخونو له معیاري والي ډاډ ورکوي.
جمهورخبري آژآنس