د بغلان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وايي، سږ کال په دغه ولایت کې، په یو زرو ۱۰۰ هکټاره ځمکه باندې، د پنبې کښتونه شوي، چې د دوی د اټکل له مخې به ۲۶۱۸ میټریک ټنه پنبه ترې ترلاسه شي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې تېر کال دغه شمېر ۳۰۸۰میټریک ټنو ته رسېده. نباتي افتونه او اقلیمي بدلونونه د پنبې د حاصلاتو کمېدو لاملونه بلل کېږي. بغلان کې ځينې کروندګر له مسوولینو د مرستو او همکارۍ غوښتنه کوي.
له پېړیو راهیسې په هېواد کې د پنبې کښتونه کېږي او له محصولاتو یې په بېلابېلو برخو کې ګټه اخیستل کېږي.
جمهورخبري آژانس