د روسیې ولسمشر د ټولیز امنتیي تړون سازمان د سرمشریزې په پای کې خبریالانو ته د خبرو پر مهال وایي، هیله لري له افغانستان سره پیاوړي اړیکې رامنځته کړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پوتین که څه هم د افغانستان وضعیت پېچلی ګڼي، خو زیاتوي چې له دې واقعیته سترګې نه شي پټېدای چې په افغانستان کې حالت د ثبات پر لور روان دی.
هغه دغه راز وایي چې د افغانستان له واکمنو چارواکو سره دوه اړخیزې اړیکې لري.
پوتین زیاته کړې: «موږ نشو کولای دا واقعیت له پامه وغورځوو چې د افغانستان وضعیت د ثبات په حال کې دی. موږ د افغانستان له اوسنیو چارواکو سره دوه اړخیزې اړیکې لرو او دا اړیکې به لا پراخې شي.»
د ټولیز امنیت تړون سازمان سرمشریزه د پنجشنبې په ورځ د قزاقستان په آستانې کې جوړه شوه.
د غونډې په اعلامیه کې ګډونوالو په افغانستان کې د یوه ټولګډوني حکومت پر جوړېدو ټینګار کړی او د افغانستان له سرپرست حکومته یې غوښتي چې د بشري حقونو په تېره بیا د ښځو د حقونو په تړاو خپلې ژمنې عملي کړي او دغه راز یې له اسلامي امارته د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د ځانګړې پاملرنې غوښتنه کړې ده.
جمهورخبري آژآنس