دا په زړه پورې ده ۰
د طالبانو تر کنټرول لاندې د احصايې او مالوماتو ملي ادارې د روان ۱۴۰۳ لمريز کال په لومړیو ۶ میاشتو کې له هېواد څخه د نږدې ۶۶۸ میلیونه ډالرو په ارزښت د صادراتو د ترسره کېدو خبر ورکړی دی.
تېرو ۶ میاشتو د نږدې ۶۶۸ میلیونه ډالرو په ارزښت صادرات شوي
د طالبانو تر کنټرول لاندې د احصايې او مالوماتو ملي ادارې د روان ۱۴۰۳ لمريز کال په لومړیو ۶ میاشتو کې له هېواد څخه د نږدې ۶۶۸ میلیونه ډالرو په ارزښت د صادراتو د ترسره کېدو خبر ورکړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سرچینې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دې ادارې د ارقامو له مخې د صادراتو ارزښت ۶۶۷.۳ میلیون ډالره او د وارداتو ارزښت ۵ میلیارده او ۲۵۰.۵ میلیون ډالرو ته رسېږي.

د خبرپاڼې د مالوماتو له مخې د روان کال په لومړیو دوو ربعو کې وچه او تازه مېوه د صادراتي توکو په ډله کې د ۱۶۷.۱ میلیون ډالرو په ارزښت تر نورو زیاته ونډه لري او ورپسې د ۱۱۹.۷ میلیون ډالرو په ارزښت طبي بوټي، د ۸۵.۸ میلیون ډالرو په ارزښت کاني توکي او د ۶۶.۴ میلیون ډالرو په ارزښت سبزي په ترتیب دویم، درېیم او څلورم ځای خپل کړی دی.

جمهورخبري آژانس
 
https://jomhornews.com/vdcjyoevmuqea8z.b,fu.html
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته