د شمال د ډبرو سکرو امارتي شرکت مسوولین وايي، د روان کال په دویمه ربعه کې یې عواید ۳۸۱ میلیونه افغانۍ زیات شوي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د شمال د ډبرو سکرو دولتي شرکت ویاند عزت الله حماس وايي، چې دغه شرکت د روان کال په لومړۍ ربعه کې یو میلیارد او په دویمه ربعه کې یو میلیارد او ۳۸۱ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي چې د دویمې ربعې عواید ۳۸۱ میلیونه افغانۍ زیاتوالی ښيي او دغه عواید د دولت خزانې ته تحویل شوي دي.
د شمال د ډبرو سکرو دولتي شرکت رییس عبدالله حامد وايي، چې د شمال د ډبرو سکرو شرکت د دولتي او غیردولتي د ډبرو سکرو د کانونو شمېر څه باندې پنځه زرو کانونو ته لوړ شوی، په داسې حال کې چې په تېر کې د دې کانونو شمېر ۱۰۲۸ کانونو ته رسېده.