دا په زړه پورې ده ۰
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي مرستو د ماموریت مشره واييو په افغانستان کې د نجونو د زده کړې پورې اړوند ننګونې په ټولو کچو کې خبرو اترو او ښکیلتیا ته اړتیا لري.
د افغان نجونو لپاره د زده کړې برابرول د ټولو خواوو همکارۍ او اجماع ته اړتیا لري
 په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي مرستو د ماموریت مشره واييو په افغانستان کې د نجونو د زده کړې پورې اړوند ننګونې په ټولو کچو کې خبرو اترو او ښکیلتیا ته اړتیا لري.

د جمبور خبري اژانس د راپور له مخې، میرمن اوتونبایوا په پاکستان کې د نجونو د زده کړې په اړه د اسلامي هیوادونو په غونډه کې وویل چې په افغانستان کې زده کړې ته د نجونو او ښځو د لاسرسي پورې اړوند ننګونې یوازې یو اړخیزې نه دي.

هغې زیاته کړه چې د دې ستونزو د حل لپاره باید د حکومتونو، نړیوالو سازمانونو او سیمه ییزو ټولنو په ګډون ټولې وړتیاوې او مختلفې کچې وکارول شي.

نوموړې وویل چې په افغانستان کې د نجونو او ښځو لپاره د تعلیمي حقونو تحقق او د تعلیمي فرصتونو برابرول د ټولو خواوو همکارۍ او اجماع ته اړتیا لري.

دا وايي، په دې هیواد کې د تعلیمي بحران د حل لپاره یو جامع او څو اړخیزه چلند اړین دی.

د یادونې وړ ده چې طالبانو ته د افغانستان په تسلیمولو سره، دې ډلې د نجونو او ښځو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې وتړلې.

جمهورخبري آژانس
https://jomhornews.com/vdchqwnzm23nqxd.yjt2.html
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته