د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سرپرست وزیر په دې کتنه کې د افغانستان او ترکیېګډو مذهبي او کلتوري مشترکاتو ته په اشارې سره ویلي، چې سرپرست حکومت له ټولو هېوادونو په ځانګړې توګه له اسلامي هېوادونو سره د بهرنیو اړیکو پراختیا ته ژمن دی.
بلخوا بیا جنګ اونال، افغانستان او ترکیه دوه ورونه هېوادونو بللي او ویلي یې دي، چې د ترکیې ولسمشر تل د افغانستان وضعیت څاري او له سرپرست حکومت سره د اړیکو پر پراختیا ټینګار کوي.