د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې هند له هغو هېوادونو دی چې افغانستان له پاکستان او ایران وروسته د کراچی، چابهار، واګه او بندر عباس د بندرونو له لارې ورسره ډېره سوداګریزه راکړه ورکړه کوي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې د روان کال په لومړیو لسو میاشتو کې افغانستان هند ته د ۵۴۱ میلیونه ډالروپه ارزښت صادرات کړي او له هنده یې د ۲۲۲ میلیونه ډالرو په ارزښت واردات کړي دي.
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند، اخندزاده عبدالسلام جواد په دې اړه زیاتوي: د ۱۴۰۳ کال په وروستیو لسو میاشتو کې د افغانستان او هند ترمنځ د راکړې ورکړې کچه ۷۶۳ میلیون ډالره ده چې په دوی کې ۵۴۱ میلیون ډالر واردات او ۲۲۲ میلیون ډالره صادرات شامل دي. په صادراتو کې ممیز، اینځر، اینجه او نور توکي وو.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی، خان جان الکوزی وايي: له هند سره زموږ اړیکې ښې دي او تر دې زیات امکانات شته چې له هند سره زموږ کورنۍ سوداګري او د هغوی واردات هم کم شوي ځکه لامل یې د ویزې نه ورکړه ده.